IQNA

 داعشیانو په افغانستان کې د اهل تشیّع په ضد حملې نوره هم زیاتې کړي دي.

8:55 - May 22, 2023
د خبر لمبر: 3487374
ایکنا-(تهران)  د انګلستان یو مرکز پخپل یوه ځانګړي راپور کې وئيلي دي چې په افغانستان کې  په تیره بیا د دغه هیواد په شمال کې د شیعیانو په ضد د داعشیانو حملې زیاتې شوي دي.

ایکناد سی این این له قوله راپور راکړ،  په بریتانیا کې د  احصایو یوې غونډونکي ادارې پخپل وورستي راپور کې وئيلي دي، په افغانستان کې د طالبانو ډلې د بیرته واک ته په رسیدا سره   ددغه هیواد په شمال کې د اهل  تشیّع په ضد دداعشیانو حملې په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي.

 دغه مرکز پخپل راپور  کې  په افغانستان کې د بشری حقوقود خلاف  ورزئ پراختیا په اشارې سره او د افغان شاهدانو په عنوان سره وئيلي دي ،په افغانستان کې د بشری حقوقوخلاف ورزي، په تیره بیا د مذهبی او قومي ډلو ټپلو په ضد اقدامات وار د واره  له هغه لازیات دي چې  په راپور کې ذکر شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي دي ،په تیرو کالو دوو کلونوو کې چې پر افغانستان د طالبانو مسلط کیدا تیریږي، د داعش  خراسان څانګې لمن په درست افغانستان کې  پراخه شوې او خپلې حملې ئې زیاتې کړي دی. داعشیانو خپلې وروستۍ حملې زیاتره د طالبانو او د افغانستان د شیعه مسلمانو لږکیو او دهغوي   نورو مذهبی ځایونو په ضد  په تیره بیا د هزاره  ګانو  په خلاف زیاتې کړي دي او په ښاریزو سیمو کې بم چاودنې زیاتې شوي او داسې کومه ورځ نشته چې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبلې وانه وړي.

ددغه راپور په اساس، همداراز د ۲۰۲۲کال له وروستیو څخه د ۲۰۲۳کال تر لومړنیو میاشتو پورې دداعش خراسان څانګې  دپاکستان او روسیې پر سفارتونو  او ځینو نورو عمومي ځایونو  حملې کړي او  هغه هوټل ئې هم په نښه کړی چې د چین تاجران پکې دیره وواو دغه راز ئې ماموران او عام خلک هم په شیشت کې راوستي دي.

د شاهدان افغان په نقشې کې ،د افغانستان د شیعیانو او هزاره ګانو په ضد د حملو پشمول په غیر پوځي کسانو باندې دحملو څه دپاسه ۴۵۰ویډیو ګانې  موجودې دي .

https://iqna.ir/fa/news/4142044

 

captcha